د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د انتخاباتو د چارو دوه کارکونکي وژل شوي دي - 2004-08-07


ملگرو ملتونو په افغانستان کی د انتخاباتو د چارو د دوو کارکونکو مرگ چی د طالبانو د جنگیالیو پر یوی حملی کی وژل شوی و سخت غندلی دی . د ملگرو ملتونو په هغی اعلامیه کی چی پرون خپره شوی دغه قتلونه غندل شوی او دا هم پکی ویل شوی چی د انتخاباتو د چارو یو بل کار کونکی لادرکه شوی دی .

د ورزگان د ولایت والی جان محمد خان وویل چی د طالبانو جنگیالیو پرون د انتخاباتو د چارو د ملکی مامورینو په یوی ډلی باندی ډزی کړی دی . دغه کسان په افغانستان کی د اکتوبر د میاشتی د انتخاباتو دپاره د خلکو د نومونو د ثبتولو په کار لگیا و . د طالبانو یوه نطاق ددغی حملی مسولیت په غاړه اخستی دی.

له بلی خوا رپوټونه وایی چی د غزنی په ولایت کی دوه تنه امریکایی عسکر او د هغوی یو ترجمان هغه وخت مړه شول چی د هغوی موټر په یوه ځمکنی ماین چی په کور کی جوړ شوی و تباه شو . ویل کیږی چی یو بل امریکایی عسکر په دغی پیښی کی زخمی شوی هم دی .

XS
SM
MD
LG