د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کی مهاجرو افغانانو د لوگی اعتصاب کړی دی - 2004-08-11


د مرستو نړیوال کارکونکی وایی چی په اندونیزیا کی څو افغانانو چی هغه ملک ته د پناه اخستلو دپاره تللی خپلی خولې گنډلی او دا کار یی ځکه کړی چی ملگری ملتونه هغوی د مهاجرو په توگه نه قبولوی . د مهاجرو دپاره بین المللی اداره وایی لږ تر لږه اووه دیرش تنه افغانانو د لوږی اعتصاب کړی دی او څوارلسو تنو خپلی خولی گنډلې دی . څه دپاسه دوه کاله کیږی چی هغوی د اندونیزیا په لویدیځه جاوا کی په یوه مسافر خانه کی ژوند کوی . دوی پدی تمه و چی ملگری ملتونه به هغوی د مهاجرو په حیث ومنی او کوم بل هیواد ته به یی ولیږی. مگر د ملگرو ملتونومامورین وایی دوی ددغو افغانانو په دوسیو باندی نور غور نه کوی.

XS
SM
MD
LG