د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیراو د آزربایجان جمهور رئيس وعده وکړه چی په امنیتی چارو کی به همکارۍ زیاتی کړی - 2004-08-12


د امریکا ددفاع وزیر ډانالډ رمزفیلډ او د آزربایجان جمهور رئیس الهام علی یوف وعده وکړه چی په امنیتی چارو کی به دوه اړخیزی همکارۍ زیاتی کړی . ښاغلي رمزفیلډ نن په باکو کی د ښاغلي علی یوف سره وکتل . آزربایجان د ښاغلي رمزفیلډ د سفر دریم ملک دی . هغه عمان او افغانستان ته هم تللی و . د امریکا د دفاع وزیر د آزربایجان د جمهور رئیس نه مننه وکړه چی د امریکا په مشری په عراق او افغانستان کی یې په ائتلاف کی ونډه اخیستې ده . هغه آزربایجان د تروریزم سره په نړۍواله جگړه کی یو مهم انډیوال وباله . ښاغلي علی یوف وویل چی د امریکا او آزربایجان تر منځ امنیتی اړیکي مخ په تقویې او پیاوړتیا دي . د پخواني شوروی اتحاد د غه جمهوریت یواځنئ اسلامی هیواد دی چی عراق ته یې ١٥٠ عسکر لیږلی دي . هغه همدا راز په افغانستان کی هم ١٢٢ عسکر لری .

XS
SM
MD
LG