د لاس رسي وړ اتصالات

افغانی عسکر هرات ته روان سوی چې د جنگ سالارانو  جنگونه ختم کړی - 2004-08-16


افغانی عسکر هرات ته روان سوی چې د جنگ سالارانو جنگونه ختم کړی. مامورینو پرون د یکشنبې په ورځ ویلی چې حکومتی عسکرو د شین ډنډ هواېی ميدان نیولی خو د فرانسی خبرې اژانس ویلی چې د نورو سیمو له پاره جنگونه اوس هم روان دی. په عین حال کې د کندهار مامورینو ویلی چې دامریکاېی عسکرو په مرسته ېی یو شمیر طالبان وژلی دی. امریکاېی نظامی مقاماتو تر اوسه په دغه باره کې څه نه دی ویلی. مامورینو ویلی چې طالبانو پرون په یوې افغانی پوستې کې شپږ تنه افغانی عسکر وژلی دی. له بلې خوا ملگرو ملتونو ویلی چې تر اوسه تخمین لس ملیون خلکو د راېی ورکولو له پاره ځانونه راجستر کړی دى. پرون د نومونو د ثبتولو وروستی نیټه وه خو ملگرو ملتو ویلی چې د هیواد په لری پرتو سیمو کې اوس هم خلک ځانونه راجستر کولی شی.

XS
SM
MD
LG