د لاس رسي وړ اتصالات

دروسېی ددفاع وزیر سرگی ایوانزف و اېی  چې امریکا او روسیه یو دبل  دښمنان نه دی  خو تر اوسه یو دبل متحدین هم نه دی - 2004-08-16


دروسېی ددفاع وزیر سرگی ایوانزف و اېی چې امریکا او روسیه یو دبل دښمنان نه دی خو تر اوسه یو دبل متحدین هم نه دی. ایوانوف له رمز لد سره له خبرو نه ورسته د روسېی دایتار تاس خبرې اژانس سره په مرکه کې دا خبره وکړه. ده وویل چې دامریکا اورو سېی مناسبات د انتقال په دوره کې دي او نور وخت ته ضرورت لری. دواړه هیوادونه په دې نظر دی چې له ترورزم سره دې مبارزه وشی او د وسلو خپریدو مخه دې ونیول شی خو واشگتن او مسکو د نورو موضوعاتو په باره کې زیاته فاصله لری. روسیه دعراق له جنگ سره مخالفه ده او دناټو پراختیا نه غواړی او امریکا ددفاعی نظام جوړول له پاره کار کوی او د روسېی له دیموکراسی او ازادتجارت سره مخالفت لری.

XS
SM
MD
LG