د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په لویدیځ کی جگړې  - 2004-08-17


امریکا د افغانستان په لویدیځ کی د جگړوپه ختمولو کی چی یو جنگ سالار د هرات په خوا د پرمختگ په حال کی و د اوربند په کولو کی مداخله کړې ده . اما ن اله خان وروسته له هغه چی قواوی یې د هرات د ښار دیرش کیلومترۍ ته ورسېدې موافقه وکړه چی نور به پرمختگ نه کوی . په افغانستان کی د امریکا سفیر ځلمی خلیل زاد وایی امریکایی جنگی الوتکي او د افغان ملی پوځ قطعات اوس په دې سیمه کی گزمې کوی . سفیر خلیل زاد وویل چی د والی اسماعیل خان او د یاغی ملیشو تر منځ په دې وروستیو جگړو کی ډیر خلک مړه شوی دي . د سیمی نه په مخکنیو رپوټونو کی د مړو شمیر ٢١ تنه بلل سوی و . د افغانستان د غټو ښارونو نه بهر سیمو کی بې ثباتۍ په هغه ملک کی د اکتوبر په میاشت کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو په هکله اندېښنې را پیدا کړی دي چی له همدې کبله پارلمانی انتخابات د بل کال د اپریل تر میاشتی پوری وځنډیدل .

XS
SM
MD
LG