د لاس رسي وړ اتصالات

جاويد لودين واي چى د ښاغلي کرزي د استعفا غوښتنه غير قانوني ده - 2004-08-19


د افغانستان د انتقالی دولت د ریس، حامد کرزی، نطاق وایی د جمهوری ریاست د کاندیدانو دا غوښتنه چی حامد کرزی دی استعفی وکړی، د ملک د نوی اساسی قانون سره سمه نده .

د افغانستان اساسی قانون وایی موقتی جمهور ریس تر هغی پوری جمهور ریس دی تر څو منتخب جمهور ریس راځی. نطاق جاوید لودین دغه خبری د ښاغلی کرزی د انتخاباتی مبارزی د رقېبانو په ځواب کی کړی ده چی پرون یی وویل ښاغلی کرزی باید د اکتوبر د نهمی نیټی نه مخکی استعفی وکی.

د استعفی ددی غوښتنی سره يواځى يؤ څو کاندیدان موافق دی خو د اولسو کاندیدانو نه زیاترو دا ویلی دی چی ښاغلی کرزی د خپل واک اختیار نه د خپلی انتخاباتی مبارزی د تقویی دپاره کار اخستی دی .

د افغانستان په ځینو برخو کی بی ثباتیو په ملک کی د جمهوری ریاست د ازادو انتخاباتو د کیدو په باب اندیښنی را پیدا کړی دی .

XS
SM
MD
LG