د لاس رسي وړ اتصالات

په غزنی کې دری تنه ووژل شوې او دری کسه زخمیان شوې دې - 2004-08-22


په افغانستان کې د ائتلاف قواوی وائې، دری تنه هغه وخت ووژل شول او دری کسه نور سخت زخمیان شول چې کوښښ ئې کاوه خپل پیک اپ موټر دغزنی په ولایت کې د ېوې پوستی نه تیرکړی . ائتلافی قواو نن یوه بیانیه خپره کړه چې وائې ،دغه پیښه پرون د شنبی په ورځ دهغې پوستی سره وشوه چې دائتلاف قواوی ئې د افغان عسکرو سره یوځای څارنه کوی . بیانیه وائې، په دغه موټر باندی ډزی هغه وخت وشوی چى دپوستې سره ونه درید . په دغه پیښه کې یوسړی او دوه ښځی مړی شویدی . مقاماتو زخمی سړی او ښځه او ددوی سره یوماشوم چې زخمی شوی ندی ،نژدی هوائې اډې ته د علاج لپاره په الوتکه کې ورسول شول . بیانیه وائې، ددغې پیښی په باره کې تحقیق روان دی . دغه پیښه په هغه سیمه کې شویده چې تل پکی حملی کیږی . ددغو حملو ملامتی دطالبانو په پاتی کسانو باندی اچول کیږی چې غواړی راتلونکی انتخابات گډوډ کړ ی .

XS
SM
MD
LG