د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی امریکایی او افغانی عسکرو د طالبانو دوه ایشت تنه مشکوک  غړی نیولی دی  - 2004-08-29


دا طالبان د افغانستان په جنوبی برخه کی د زابل ولایت کی د سختو نښتو نه وروسته ونیول شول . محلی مامورین وایی چی افغانی او امریکایی قواوی پدی سیمه کی د خلکو دپاره د امنیت او ثبات د برابرولو په ‏‏خاطر درانه او پراخ پوځی عملیات پیل کړی دی . د امریکایی پوځې قواو نطاق سکات نلسن په کابل کی خبریالانو ته د زابل په ولایت کی د عملیاتو خبر تایید کړ خو پدی اړه یی نور تفصیلات ور نه کړل . هغه وویل مونږه به تاسو ته ضرور پدی باب نور معلومات درکو خو اوس همدومره ویلی شم چی هلته پراخ عملیات جریان لری او تر اوسه موږ دوه ایشت تنه نیولی هم دی . خو میجر نلسن د ا فغانستان په شرقی برخه کی د خوست په ولایت کی چی پکی پر اییتلافی قواو باندی سختی حملی کیږی د جلا عملیاتو په باب یو څه معلومات ورکړل. هغه اضافه کړه په خوست کی عملیات ځکه تر لاس لاندی نیول شوی چی د هغه ځایونو نه چی زموږ پر قرارگاو او همدارنگه پر کلیو باندی راکتونه ولی پاکی کړای شی او مخه یی ونیول شی . د شنبې په ورځ د افغانستان د دولت مامورینو دا خبره هم تایید کړ چی د لویدیځ ولایت هرات نه یی افغان ملیشه قوماندان امان الله خان کابل ته را وستلی دی . د امان الله خان خان قواو د هرات د والی د طرفدارو ملیشو سره سختی نښتی وکړی او په هغه هیواد کی چه ملی انتخابات د اکتوبر په میاشت کی پکی کیدونکی دی په هغه سیمه کی د امنیت او ثبات په اړه ستونزی را منځ ته کړی وی. لس ورځی وړاندی د امریکایی قواو له خوا د اوربند د وړاندیز د پلان په اساس د قوماندان امان الله مخه ونیول شوه . د افغانستان د انتقالی اداری د ریس حامد کرزی نطاق جاوید لودین دا خبره رد کړی چی گڼی امان الله خان په توقیف کی دی خو دومره یی وویل چی قوماندان امان الله خان د حکومت سره دا ومنله چی کابل ته راشی . په افغانستان کی د انتخاباتو په درشل کی د طالبانو د کوچنیو ډلو او پاتی کسانو له خوا د حملو اندیښنی لا هم موجودی دی .

XS
SM
MD
LG