د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس جورج بوش او د دیموکرات گوند کاندید جان کېری انتخاباتی مبارزه  - 2004-09-29


جمهور ریس جورج بوش د پنج شنبې په تلویزیونی منازره کی په داسی حال کی برخه اخلی چه د ملک په څو احصایو کی د خپل رقیب نه ډیرمخکی دی. ښاغلی بوش د اوهایو په ایالت کی په یوه لویه غونډه کی وویل چه سناتور کېری په عراق کی د جنگ په باب خپله فیصله نه شی کولی او زړه نا زړه دی. ده په ښاغلی کېری تور ولگاوه چه د دې نه ډډه کوی چه د امریکا خلکو ته د عراق د جنگ په برخه کی خپل موقف څرگند او په ډاگه کړی. ښاغلی بوش وویل:

دا ما ته لږ څه سخته شوې ده چه د تلویزیونې منازرې دپاره ځان تیار کړم ځکه چه جان کېری خپل موقف ته زیات تغیر ورکوی. ده د عراق په خلاف د زور نه د کار اخیستلو په طرفداری رایه وکړه مگر عسکرو ته د بودجې د برابرولو په خلاف یې رایه ورکړه. ده وویل چه مونږ د عراق دبیا ودانولو دپاره زیاتی پیسې نه لگوواو اوس وایی چه ډیری پیسې لگوو. ده وویل چه دا صحيح فیصله وه چه عراق ته ورغلو او اوس وایی چه دا کار غلط وو. د وسکانسن په ایالت کی ښاغلی کېری د جورج بوش په جواب کی خپل موقف څرگند کړ او ویې ویل چه دی یو موقف لری. ده وویل:

دې جمهور رئیس او جمهوری غوښتونکو کوښښ کړی چه داسی وښیی چه جان کیری د جنگ په برخه کی بیلا بیل موقفونه غوره کړی دی. مگر ما د اول نه یو موقف درلود. او هغه دا وو چه مونږ باید صدام حسین مسؤل وگڼو او د هغه په مقابل کی ودریږو. مگر زه په دې عقیده وم چه مونږ باید دا کار په صحيح طریقه او لاره وکړو. او صحيح لار دا وه چه حوصله او پوخ والی ولرو او خپل متحدین خپلی خوا ته راواړوو چه د دیپلوماسی له لاری مخ ته ولاړ شی. او وښیو چه په یوه واقعی داعیه کی د نړۍ تر څنگ دریدل امریکا تر ټولو قوی ښیی. او دا داسی کار دی چه مونږ یې باید وکړو.

د سناتور کېری د سختو انتقادونو سره سره د عامه رایو احصایی ښیی چه ښاغلی کیری اوس هم په دې نه دی موفق شوی چه د هغو رایی ورکونکو رایی را جلب کړی چه تر اوسه یې د دې فیصله نه ده کړې چه چا ته به رایه ورکوی. په عین حال کی د عامه رایو احصایی ښیی چه په هغو کسانو کی چه د خپلو رایو فیصله یې کړې اکثره په دې عقیده دی چه جمهور رئیس بوش قوی مشر دی او کړنلاره یې څرگنده ده. د ښاغلی کېری سلا کاران وایی چه د پنج شنبې په تلویزیونی منازره کی د ښاغلی کېری موفقیت ډیر مهم دی او کیدای شی چه دا د ده دپاره تر ټولو ښه فرصت وی چه د خلکو اذهان بدل کړی.

XS
SM
MD
LG