د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کى د ايساف پر قواؤ باندى په راکټي بريد کى پنځه الماني  عسکر سخت ټپيان شوي دي - 2004-09-30


په افغانستان کی د ناتو په یوې اډې باندی د راکټ په یوه حمله کی څلور سوله ساتونکي هغه وخت زخمی شول چی هغوی د اکتوبر په نهمه د جمهوری ریاست د انتخاباتو د پاره د امنیت ترتیبات نیول . د ناتو مامورین وایی راکټونه پرون په کندوز کی د جرمنی عسکرو په یوې اډې باندی ولگیدل. له بلی خوا د ناتو د هسپانوی او ایټالوی عسکرو یوه قطعه هم افغانستان ته رسیدلې ده او امریکایی قواو د افغانستان په جنوب ختیځ کی چی د طالبانو جنگیالي په کی زیات فعال دي عملیات شروع کړی دي . تقریبا لس ملیون افغانانو د رای گیرۍ د پاره خپل نومونه ثبت کړی دي .

XS
SM
MD
LG