د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دوچکالی دآپت ددوام او عواقبو په باره کې یو رپوټ - 2004-09-30


دچین خبری آژانس په افغانستان کې دوچکالی دآپت ددوام او عواقبو په باره کې یو رپوټ خپور کړی دی

آژانس وایی چه دافغانستان دکلیو دانکشاف وزیردسه شنبې په ورځ وویل چه دافغانستان پرله پسې وچکالی ددغه هېواد له یوه نه تر بل سره پورې دڅه باندې شپږ میلونه خلکو ژوند له کړاو سره مخامخ کړی دی .ده وویل چه تخمین شپږ عشاریه درې میلونه افغانان ددوامدارې وچکالی له امله له قحطی سره مخامخ دی .دا خبره دکلیو دپراختیا وزیر ،محمد حنیف اتمر ،خبر یالانو ته وکړه . دافغانستان دجنگ ځپلی هېواد اکثریت دا تېر شپږ کاله دوچکالی آپت کړولی اوځو رولی دی . ښاغلی اتمر وویل چه سږنۍ وچکالی دومره شدیده ده چه افغانانو یې په ژوندکې ساری نه دی لیدلی .ده زیاته کړه چه ددای کوندی ،بامیانو او فار یاب په ولایتونو کې تخمین پنځه زره کورنۍ دخپلې بقا دپاره له خپلو مېنو نه ،نورو ځایونو ته لېږدېدلې دی . رپوټ وایی چه دملگرو ملتونو دخوړو ادارې پدې پیل کړی دی چه دغورد ولایت او ور په څرمه سیموخلکو ته خواړه ور ورسوی .دافغانستان انتقالی حکومت دوچکالی له مصیبت سره دمبارزې دپاره په تېر آگست کې دیو اویا عشاریه درې میلونه امریکایی دالرو خواست کړی دی .له دې جملې نه د یو دیرش میلونه دا لرو درارسېدلو وعده شوې ده پرته د تخار ،کوندوز،اوبدخشان له ولایتونو نه نور ټول ولایتونه داوږدې وچکالی آپت ځپلی دی دکلیو دانکشاف وزیر وویل چه دا غوښتل شوې پیسې به په اوبو ،خوړو ،داوبو لگولو دسستم په بیا ودانولو او له هغو خلکو سره مرسته باندې ولگول شی چه په ټول هېواد کې بېځایه شوی د ی.

XS
SM
MD
LG