د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بوش د افغاننستان انتخابات یو فوق العاده کار وباله - 2004-10-09


په داسی حال کی چه پنځلسوکاندیدانو د حآمد کرزی په مقابل کی په انتخاباتو کی برخه واخیسته جمهور ریس بوش واي چه دا انتخابات په افغانسنان کی د دیمورکراسی په لوری یو مهم گام دی. جمهور ریس بوش د افغاننستان انتخابات یو فوق العاده کار وباله. ده وویل: آزادی یو ډیر قوی شی دی. د داسی یوې ټولنی په باره کی فکر وکړی چه هلته انجونی مکتب ته نه شی تللی، او میندی یې په عام مظهر کی په شلاقو وهل کیدې مگر هغه ټولنه نن د جمهوری ریاست انتخابات کوی. جمهور رئیس بوش وایی دا کار څکه کیدای شی چه امریکا هلته د طالبانو حکومت وروسته له هغه را وپرځاوه چه د دې نه یې ډډه وکړه چه د القاعده تروریستان چه د سپتمبر د یولسمی د حملې مسول وو امریکا ته تسلیم نه کړل. جمهور ریس بوش په یوه سیاسی انتخاباتی غونډه کی چه د میزوری په ایالت کی جوړه شوې وه د یوه پخوانی افغانی مهاجری په باره کی چه هیڅ یې دا په خیال کی هم نه وو چه یوه ورځ به رایه ورکوی خبری وکړې او داسی یې وویل: دا په دغو انتخاباتو کی برخه اخلی ځکه جه متحده ایالات په دې عقیده دی چه ازادی د مځکی پر مخ هری ښځی او نر ته تحفه ده جمهور رئیس بوش په خپله انتخاباتی مبارزه کی افغانستان د یوه مثال په توگه ښیی چه د تروریستانو سره په مقابله کی یې څنگه امریکا محفوظ‏ه ساتلې.

XS
SM
MD
LG