د لاس رسي وړ اتصالات

دموقتی جمهوررئیس حامد کرزی رقېبانو په انتخاباتوکې دتقلب ادعا کړيده - 2004-10-11


دملگرو ملتونو اوافغانستان انتخابی گډکمیسیون له ملگروملتونو نه غوښتی دی چې دمستقلو ماهرانو یوهیآت ته وظیفه ورکړی چې دافغانستان دجمهوری ریاست دشنبی دورځی په انتخاباتو کې دټگی دادعاگانو په باره کې تحقیقات وکړی .

دموقتی جمهوررئیس حامد کرزی رقېبانو په داسی وخت کې دتقلب ادعاوکړه او غږئې پورته کړانتخابات لاروان ؤ . که څه هم چې ځینو رقیبانو له دی ادعانه پرشاتگ کړیدی . دښاغلې کرزی مهم رقیب محمدیونس قانونی نن ددوشنبی په ورځ وویل، دی مستقل هیآت منی او دتحقیقاتونه وروسته به نتیجو ته غاړه کیږدی .

دگډکمیسیون مامورینو وویل، دوی دیوه بین المللی هیآت غوښته کړیده چې دهیواد دجمهوری ریاست په لومړنیو مستقیمو انتخاباتوکې دذکرشویوگډوډیو متعلق تحقېق وکړی . دغه کمیسیون داهم وائې، درایو شمیرل ځکه معطل شوی چې هسی نه چې درایو په کوم یوه خاص صندوق کې دکومی معاملی ضرورت پیښ نشی .

دفرانس پرس خبری اژانس دکمیسیون دمامورینو له خولی وائې، هغه کاندیدان چې دشنبی په ورځ ئې درایو ورکولو سره مقاطعه کړی، غواړی چې رائې واچوی ، دهغوی پرغوښتنو به غوروشی .

XS
SM
MD
LG