د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب لويديزه حوزه کى د انتخاباتي کمپاين مخالفو کانديدانو اعتراضونه دوام لري  - 2004-10-12


په افغانستان کې دانتخاباتو دچارو کمیسیون دملگرو ملتونو نه غوښتی دی چې دماهرانو یو مستقل هیآت مقرر کړی. دغه هیآت به دهغو ادعاگانو په باره کې تحقیق وکړی چې وائې، دشنبی دورځی په افغانستان کې دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده . ټاکل شوی وه چې ددوشنبی په ورځ درایو شمیرل پیل شوی وی خودهغو ستونزو له کبله چې درایو په ځینو صندوقونو کې پیدا شوی دموقت وخت لپاره د رایو شمیرل وځنډیدل . چارلن سارمنتو پدی باره کې دا رپوټ رالیږلی دی . له ټول افغانستان او همدغه راز په پاکستان او ایران کې د دیره افغان مهاجرو دانتخاباتی حوزو نه درایو صندوقونه دشمیرلو مرکزونو ته رسیدلی دی. مگردرایو شمیرل د تحقیقاتودکیدو پوری ځنډیدلی دی. دغه تحقیقات دهغو ادعاگانو په باره کې کیږی چې وائې دشنبی د ورځی دافغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده . دانتخاباتو د چارو د گډ کمیسیون د رئیس مرستیال ‏(‎ ری کنیډی ‏)‎ پدی باره کې داسی وائې

ددی لپاره چې دانتخاباتو شفافیت او مشروعیت لانورپسی زیات شی ،دانتخاباتو دچارو گډکمیسیون دملگروملتونو نه وغوښتل چې دانتخاباتو په چارو کې دبین المللی ماهرانو یو بی طرفه هیآت وټاکی چې ددغو احتجاجونو په باره کې تحقیق وکړی او خپل پیشنهادونه دغه کمیسیون ته وړاندی کړی .

په دغو تورونو کې داهم شامل دی چې وائې، ځینو رائې ورکوونکو د یوځل نه زیاتی رائې اچولی دی او دمخالفینو په سیمو کې انتخاباتی حوزی دوخت نه دمخه تړل شوی وی . په داسی حال کې چې دجمهوری ریاست دشپاړسو کاندیدانو له جملی نه ځینی ئې وائې، دتحقیقاتو د نتیجو احترام کوی ، نور غواړی دا انتخابات دی دمخه لغوه شی . ښاغلئ حامد کرزی دانتخاباتو دگټلو طرفدار دی او دټولو نه غواړی چې دډموکرایتک جریان احترام وکړی . هغه درایو دشمیرلودځنډیدو په باره کې تبصره ونکړه.

سره لدی چې دطالبانو دپخوانی رژیم پلویانو د انتخاباتو دگډوډولو گواښ کړی ؤ، په میلونو افغانانو دشنبی دورځی په انتخاباتوکې برخه اخیستی وه . امریکا دری کاله پخوا دطالبانو حکومت راوپرزاوه. ددغې حملی علت دا ؤ چې طالبانو دالقاعدی دترورستی شبکی مشر اسامه بن لادن چې په امریکا باند ی ئې دسیپټمبر د یولسمی نیټی د ترورستی حملو نقشه جوړه کړی وه، امریکاته په لاس ورنکړ.دطالبانو درژیم دراپرزولونه دری کاله وروسته په افغانستان کې دجمهوری ریاست دغه تاریخی انتخابات وشول .

XS
SM
MD
LG