د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان په څو ولايتونو کى د جمهوري رياست د انتخاباتو د رايو شميرل پيل شول  - 2004-10-14


په افغانستان کی د انتخاباتو د چارو مامورین وایی چی د رایو شمیرل نن شروع شوی دي .

دوی وایی دا کارو روسته له هغه پیل شو چی د ملگرو ملتو د ماهرانو یوه هیات په هغو شکایتونو باندی ابتدایی غور وکړ چی د افغانستان د موقتی دولت د رئیس حامد کرزي د حریفانو له خوا شوي وو . ویل کیږی مفتشان به په دغو شکایتونو باندی نور غور هم وکړی ، مگر په عین حال کی به د رایو شمېرل هم دوام لری .

څو مهمو کاندیدانو چی ښاغلئ یونس قانونی هم په کی شامل دی موافقه کړې چی د تحقیقاتو نه وروسته به د انتخاباتو نتیجې قبولی کړی . د انتخاباتو مامورین وایی د رایو شمیرل به شاید څو هفتې وخت ونیسی . هغه خصوصی سروې چی د انتخاباتو نه وروسته شوې پیشبینی کوی چی ښاغلئ کرزئ به گټونکئ وی .

XS
SM
MD
LG