د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس پرویز مشرف د پاکستان د نظامی قواو اعلی قوماندان  پاته  وی - 2004-10-14


د پاکستان پارلمان هغه لایحه منظور کړې چی د هغې په اساس به جمهور رئیس پرویز مشرف د پاکستان د نظامی قواو اعلی قوماندان پاته وی ، که څه هم چی دمخه یې وعده کړې وه چی ددې چوکۍ نه به استعفی وکړی . دا لایحه چی نن پارلمان په ساده اکثریت منظور کړه د ښاغلي مشرف نه غواړی چی هغه د تروریزم سره د جگړې او د ملک د خاوری او حاکمیت د ساتنی د پاره دې وظیفې ته دوام ورکړی . مخالفو وکیلانو وویل دا لایحه به جنرال مشرف ته ډیر واک اختیار ورکړی او د اساسی قانون نه به سرغړونه کوی . دا لایحه به اوس د پاکستان د مشرانو جرگې ته ورځی چی هلته هم حکومت اکثریت لری . د حالاتو څارونکي وایی دا لایحه نور د جنرال مشرف د فیصلې سره نه ده تړلې چی ویلی یې دي تر اوسه یې لا دا پریکړه نه ده کړې چی د اعلی قوماندان په حیث به پاته وی که نه .

XS
SM
MD
LG