د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان  امنیتی قواو د دوه تنو چینایی انجنیرانو  د ژغورلو په  هڅو کی  پنځه یرغمل نیونکی وژلی دی  - 2004-10-14


په پاکستان کی امنیتی قواو د دوه تنو چینایی انجنیرانو د ژغورلو په هڅو کی پنځه یرغمل نیونکی وژلی دی . مامورین وایی پدی عملیاتو کی یو یرغمل مړ او بل یی زخمی شوی دی

د شنبې په ورځ د القاعده شبکی سره تړلی ډلی دوه تنه چینایی انجنیران ‏(‎ ونگ ایند او ونگ پینگ‏‏)‎ د وزیرستان په سرحدی سیمه کی چی د یوه بند په جوړولو لگیا و په یرغمل ونیول. پاکستانی مقاماتو دا گرده سیمه چی ویل شوی دا چینایی انجنیران پکی ساتل شوی و محاصره کړه. محلی مشرانو د حکومت په نماینده گی د یرغمل نیونکو سره خبری وکړی تر څو دا تښتول شوی انجنیران خوشی کړای شی. خو د ملیشه قواو نطاق میجر شوکت سلطان وایی د خبرو په جریان کی امنیتی قواو په ودانی کی دننه ډزی واوریدی. هغه وویل مونږه فکر وکړ چی یرغمل نیونکو پر چینایی انجنیرانو باندی ډزی وکړی او همدا و چی امنیتی قواو په ودانی باندی حمله وکړه چی په نتیجه کی یی ټول پنځه تنه یرغمل نیونکی ووژل . پدی دوه تنو انجنیرانو کی یی یو مړ او بل دمرگ نه بچ او محفوظه دی . د دی انجنیرانو سره دوه تنه یرغمل شوی پاکستانیان هم روغ رمټ دی . مامورین وایی تر اوسه د سړو تښتونکو هویت ندی ثابت شوی خو ځینی نور رپوټونه وایی چی پدوی کی دری تنه د ازبکستان په اسلامی جهادی ډلی پوری اړه درلوده. دغو اسلامی تندروانو غوښتنه کوله چی د پاکستان په غرنیو سیموکی دی د تروزم په خلاف مبارزه بنده شی. دا هغه سیمی دی چی گمان کیږی د القاعده زیات شمیر غړی او مشران د افغانستان نه ورته اوښتی دی. د تندرو یاغیانو قوماندان عبدالله مهسود ددی انجنیرانو د تښتول امر ورکړ. عبدالله مهسود پخوا د کیوبا په گوانتانامو کی د متحده ایالاتو په زندان کی و. هغه د د مارچ په میاشت کی وروسته د دوه کالو قید نه خوشی شو .

XS
SM
MD
LG