د لاس رسي وړ اتصالات

شل تنه نارینه ښځی او ماشومان  د شمالی کوریا نه ، جنوبی کوریا ته د سیاسی پناه غوښتولو په اراده ننوتل - 2004-10-15


نن د جمعی په ورځ شل تنه نارینه ښځی او ماشومان د شمالی کوریا نه د سرحد بلی غاړی جنوبی کوریا ته ننوتل او هلته د سیاسی پناه غوښتونکی دی.

د جنوبی کوریا په تلویزیونی شبکی کی دا شل تنه وښودل شول چی د سیمو نه په خپوړو را تیر شول او د جنوبی کوریا خاوری ته یی ځانونه ورسول. د جنوبی کوریا خبری اژانس یون هپ وایی همدا اوس د شمالی کوریا تقریبآ سل تنه جنوبی کوریا ته را اوښتی او ددوی قضیی په جریان کی دی . پدی وروستیو کلونو کی د هغو شمالی کوریایانو شمیر چی د بی وزلی او فشار له لاسه نورو ملکونو ته په تښتیدو مجبور شوی د ی مخ په زیاتیدو دی . یوازی د اگست په میاشت کی څلور سوه اته شپیته شمالی کوریایان د نامعلوم هیواد نه سیول ته راغلی دی چی دا ډله د دوه و کوریاگانو د جنگ نه وروسته تر ټولو غټه ډله وه .

XS
SM
MD
LG