د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی او امریکایی قواو د بغداد د فالوجه د ښار په شاو خوا  کی  ځمکنیو او هوایی  حملو ته زور ورکړی دی - 2004-10-15


عراقی او امریکایی قواو د بغداد په لویدیځه برخه د فالوجه د ښار په شاو خوا لمنو کی د ترورستی مشکوکو مخالفو تندروانو په ‏ضد دخپلو پوځی عملیاتو په ترڅ کی ځمکنیو او هوایی حملو ته زور ورکړی دی.

د سیمی اوسیدونکی وایی ددی عملیاتو په لړ کی چی د تروست ابو معاصب الزرقاوی اود هغه د طرفدرانو د له منځه وړلو دپاره شروع شوی دا وروستی بمباری تر ټولوشدیدی بمباری وی. د روغتون مامورین وایی د شپی په بمباریو کی لږ تر لږه دری کسه وژل شوی دی او نن د جمعی په ورځ امریکایی او عراقی پیاده قواوی هم ښار ته ور دننه شوی .د حکومت او سیمه ایزو مشرانو تر منځ د سولی پلان د پنجشنبې په ورځ مات او ناکام شو او نن پولیس وایی چی د ښار د سولی د منځگړو مشر یی نیولی دی. بل پلو د بغداد جنوب کی نن دروژی د مبارکی میاشت لومړی ورځ د پولیسو د ستیشن مخی ته د بم په چولو پیل شوه چی پکی یو تن ووژل شو.

XS
SM
MD
LG