د لاس رسي وړ اتصالات

تر نن ماپښین پوری تقریبا دوه ملیون رایی شمیرل شوی وې او ښاغلي کرزي شپېته اعشاریه اته فیصده درلودې  - 2004-10-19


په افغانستان کی د جمهوری ریاست په لومړنیو مستقیمو انتخاباتو کی د خلکو د رایو څه د پاسه څلورمه برخه شمیرل شوې او د موقتی دولت رئیس حامد کرزئ تر نورو مخکی دی . تر نن ماپښین پوری تقریبا دوه ملیون رایی شمیرل شوی وې او ښاغلي کرزي شپېته اعشاریه اته فیصده درلودې . هغه باید چی د ټولو رایو په سلو کی تر ٥٠ فیصد زیاتي وگټی چی دوهم ځلي انتخاباتو ته ضرورت پیدا نه شی . ښاغلئ کرزئ په خټه پښتون دئ خو په اقلیتونو کی یې هم یو څه ملاتړ تر لاسه کړی دی ځکه چی خپل مرستیالان یې د تاجکو او هزاره د قومونو نه غوره کړی دي . د هغه غټ حریف یونس قانونی دی چی هغه هم په اصل تاجک دی او تر اوسه پوری په سلو کی اتلس اعشاریه درې فیصده رایی لری . ښاغلي قانوني په رای گیرۍ کی د ټگۍ برگۍ تور لگولئ چی په کی د یوه نفر له خوا څو واره رایه ورکول هم شامل دي . او ددغو تورونو د معلو مولو د پاره د ملگرو ملتو یو هیات همدا اوس په افغانستان کی دی .

XS
SM
MD
LG