د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو فراری مشز ملا محمد عمر نور د خپلو قوماندانانو ملاتړ له لاسه ورکړی دی - 2004-10-20


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی د طالبانو فراری مشز ملا محمد عمر نور د خپلو قوماندانانو ملاتړ له لاسه ورکړی دی ځکه چی دغی ډلي ونه کړای شول په دې میاشت کی انتخابات گډ وډ کړی . د پوځ نطاق جگړن سکاټ نیلسن نن په کابل کی وویل چی استخبارات دې ته اشاره کوی چی د طالبانو په مشری کی دننه وروسته له هغه انشعاب را پیدا شو چی هغوی په ملیونونو افغانان د رای گیرۍ نه منع نه کړاشول . په عین حال کی د افغانستان د انتخاباتو مامورین وایی داسی ښکاری چی د موقتی دولت رئیس حامد کرزي ددریمی برخی رای شمېرلو نه وروسته ښکاره کامیابي ترلاسه کړې ده . هغه تر پرون ما پښین پوری د څه د پاسه دوه ملیون رای شمېرلونه وروسته په سلو کی څلورشپېته اعشاریه څلور رایی وړی وې او هغه فقط پنځوس فیصده ته ضرورت لری چی دوهم ځلی انتخابات ونه شی . یوبل کاندید یونس قانونی شپاړس اعشاریه شپږ فیصده رایي گټلی دي ، مگر وایی چی په انتخاباتو کی ټگی برگی شوې ده چی د هغه ددې ادعا په باب بین المللیی ماهران تحقیقات کوی .

XS
SM
MD
LG