د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور ریس محمد خاتمی  وایی د لویدیځی نړی سره د هغه هیواد د اتمی پروگرام لانجه یوازی د خبرو له لاری حلیدای شی - 2004-10-20


د ایران جمهور ریس محمد خاتمی وایی د لویدیځی نړی سره د هغه هیواد د اتمی پروگرام لانجه یوازی د خبرو له لاری حلیدای شی.

محمد خاتمی نن په تهران کی خبریالانو ته وویل ایران په بشپړه توگه د اتمی انرژی د اداری سره د همکاری دپاره تیار دی تر څو نړی ته دا ډاډ ورکړ شی چی ایران د اتمی وسلو جوړولو پلان نلری. ټاکل شوی ایرانی مامورین د پنجشنبې په ورځ د بریتانیی، جرمنی او فرانسی پخوانیو دیپلوماتانو سره په ویانا کی وگوری . دا غونډه ددی دپاره را وبلل شوه تر څو ایران د اقتصادی همکاریو په لړ کی دیته تشویق شی چی دیورانیمو غنی کولو نه چی د دزروی وسلو په جوړولو کی هم کار تری اخستل کیږی لاس واخلی. ایران وایی دیته چمتو دی چی د خپلوځینو ذروی فعالیتونو د بندولو په باب خبرو ته کینی. خو هیڅکله به دتل دپاره د خپل دی حق نه چی د یوارانیمو غنی کول دی تیر نشی.

XS
SM
MD
LG