د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په سرحدی سیمه کی د القاعده د  ترورستی  شبکی سره تړلی دری تنه ترورستان ووژل شوي دي - 2004-10-27


د پاکستان پوځی مامورین وایی امنیتی قواو نن د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی د القاعده ترورستی شبکی سره تړلی دری تنه ترورستان یی ووژل او دری تنه نور یی زخمیان کړل.

دوی وایی دا حمله هغه وخت وشوه چی دغه تندروان چی په یوه ون موټر کی و، جنوبی وزیرستان ته نږدی، دکوچنی ښار اعظم ورسک په یوی امنتی پوستی باندی چی عسکر پکی دریدلی و ډزی وکړی.

د سه شنبې په ورځ مخالفو تندروانو څوارلس تنه هغه وخت ووژل چی د یوه نږدی کلی مشران د بهرنیو تندروانو د ایستلو دپاره را ټول شوی و . گمان کیږی د القاعده د ترورستی شبکی یو مشر عبدالله مهسود چی یو وخت د گوانتانامو په زندان کی بندی و په همدی سیمه کی پټ وی. ددی احتمال هم شته چی په جنوبی وزیرستان کی د القاعده ترورستی شبکی مشر اسامه بن لادن هم دلته ځان پټ کړی وی.

XS
SM
MD
LG