د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د تښتول شوو خارجیانو لټون روان دی - 2004-10-29


په کابل کی چی پرون د ورځي په رڼا کی نا پېژندل شوو وسله والو کسانو د انتخاباتو درې خارجی کارکونکي وتښتول هره خوا سختي پلټني روانی دي او افغان او د ناتو امنیتي قواوي د ښار شاوخوا را گرځیدلي ، په سړکونو باندی یې خنډونه اچولي او کورونه لټوی . دغه درې کسه چی یوه یې د برتانیې آیرلینډۍ ، بله د سربیا د کاسووو ده اویو بل فیلیپینئ دیپلومات دئ هغه وخت د وسلو په زور ونیول شول چی د ملگرو ملتو په موټر کی سپاره وو . هغوی د هغه هیات غړي دي چی ددې میاشتی په سر کی یې د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات تنظیم کړي وو . یوې ډلي چی ځان د مسلمانانو پوځ بولی ویلی دي چی دا کار دوی کړی دئ . مگر کومه غوښتنه یې نه ده کړې . د ملگرو ملتو یوه نطاق وویل چی د ملگرو ملتو مامورین د محلی مقاماتو سره له نژدې په تماس کی دي او د دغو یرغملو د بې قیدو شرط او سمدستی خلاصیدو هیله لری .

XS
SM
MD
LG