د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلي ‏حامد کرزي تیره میاشت د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات گټلي دي  - 2004-11-03


په افغانستان کی د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چی د موقتی دولت رئیس حامد کرزي تیره میاشت د جمهوری ریاست انتخابات گټلي دي . ددغه کمیسیون یوه نطاق وویل چی ددې انتخاباتو رسمی نتیجې به نن وروسته رسما تایید شی . په عین حال کی هغه مستقل هیات چی د انتخاباتو په باب د شکایتونو تحقیقات کوی ویلی دی چی په داسی حال کی چی په انتخاباتو کی بې نظمی راغلې وه مگر دې کار د انتخاباتو په نتیجو باندی ناوړه اثر نه دی کړی . دغه هیات وروسته له هغه تشکیل شو چی پرته له کرزي نه تقریبا ټولو کاندیدانو په انتخاباتو کی د بېنظمیو په باره کی شکایتونه وکړل . غیر رسمی نتیجې ښئی چی ښاغلي کرزي څه د پاسه ٥٥ فیصده رایی گټلي دي

XS
SM
MD
LG