د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یاغیانود ملگرو ملتو ددرو تنو کارکونکو چی  یرغمل یې نیولي د وژلو د گواښونو وروستئ مهلت نور هم اوږد کړی دی - 2004-11-03


په افغانستان کی یاغیانود ملگرو ملتو ددرو تنو کارکونکو چی یرغمل یې نیولي د وژلو د گواښونو وروستئ مهلت نور هم اوږد کړی دی . یوه سړي چی ادعا کوی د دغو یاغیانو نطاق دی نن وویل چی دا مهلت ددې دپاره اوږد شو چی خبری نور هم دوام وکړی . هغه نوئ مهلت ونه ټاکه او دایی هم ونه ویل چی د کومو مبارزینو له خوا خبری کوی . د امریکا د اردو یوه نطاق وویل دئ د امنیتی ملحوظاتو په وجه ددغو تښتول شوو کسانو په خلاصیدو باندی تبصره نه شی کولای . مبارزینو گواښ کړی چی که مقامات د طالبانو ټول بندیان چی امریکا نیولي دي خوشی نه کړی او په افغنستان کی د ملگرو ملتو ټول عملیات بند نه شی او ددې ملک نه خارجي قواوی ونه وزی ، نو دغه درې کسه به ووژنی . دغه برمته شوي کسان د شمالی آیرلینډ ، فیلیپین او د سربیا د کاسوو دي او تیره هفته په کابل کی تښتول شوی دي .

XS
SM
MD
LG