د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د حامد کرزي درو غټو حریفانو یونس قانونی ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم خپله ماته منلې ده . - 2004-11-04


په افغانستان کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د حامد کرزي درو غټو حریفانو یونس قانونی ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم خپله ماته منلې ده . هغوی نن وویل چی دوی به د انتخاباتو نتیجې ومنی . د ملگرو ملتو او افغانستان د انتخاباتو یوه گډ هیات پرون ښاغلئ کرزئ گټونکئ وباله او ویې ویل چی د انتخاباتو په ورځ ځیني کوچنۍ سهوي او اشتباهگاني وشوې مگر هغه دومره غټي او مهمي نه وې چی په رایگیرۍ او د ښاغلي کرزي په بریالیتوب باندی دی اثر واچوی . په عین حال کی د ملگرو ملتو عمومی منشی کوفی عنان هم ښاغلي کرزي ته مبارکی ورکړې او د افغانستان د نوي حکومت نه یې غوښتی دي چی د سولي او امنیت د ثبات د پاره د ملگرو ملتو مرستو ته دوام ورکړی .

XS
SM
MD
LG