د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلند صدراعظم تاسکن شینا واترا وایی چی هغه باور لری چی تندروه مسلمان  یاغیان  به د هغه هیواد په جنوبی برخه کی حملو او تشدد ته زور ورکی  - 2004-11-05


د تایلند صدراعظم تاسکن شینا واترا وایی دوی فکر کوی چی تندروه مسلمان یاغیان به د هغه هیواد په جنوبی برخه کی چی زیاتره مسلمانان پکی اوسیږی حملو او تشدد ته زور ورکی . ښاغلی تاسکن نن د جمعی په ورځ خبر یالانو ته وویل چی هغه باور لری چی یاغیان به د بهرنیو د ملاتړ د تر لاسه کولو دپاره خپلی نهایی هلی ځلی وکی .هغه دا هم وویل چی که د تایلندپه جنوبی برخه کی وضع مخ په خرابیدو شی نو مجبور دی چی ددی میاشتی په اخر کی د اسیا پسفک په اقتصادی عالی غونډه کی گډون ونکی. تر اوسه پوری ددی اونی په وروستیو حملو کی لس تنه وژل شوی دی. دا حملی د هغو اعتصآبونو نه وروسته وشوی چی په ترڅ کی یی د امنیتی قواو سره د ضدیت په نتیجه کی اتیا تنه مسلمانان ووژل شول. په عین وخت کی د تایلند مقامات وایی مشکوکو تندرو یاغیانو د ناراتیوات په ایالت کی یو عسکر چی د یوه معبد څارنه یی کوله وژلی دی.

XS
SM
MD
LG