د ملگرو ملتو مامورین وایی په افغانستان کی د تاریاکو تولیدات په روان کال کی تقریبا په دوو کی درې برخی زیات شوی دي او خبر داری یې ورکړئ چی دغه هیواد به په اصطلاح « د مخدره موادو هیواد » شی . دا معلومات په ٢٠٠۴ کال کی د افغانستان د اپیمو د سروې په یوه رپوټ کی چی د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جنایاتو ددفتر له خوا پرون په بروکسیل کی خپور شو راغلي دي . ددغی ادارې رئیسس انتونیو ماریا کاستا وویل دا به تاریخی اشتباه وی چی افغانستان ته دی چی په کی د طالبانو تند روه اسلامی رژیم را نسکور شو ی داسی نوم ورکړه شی . په رپوټ کی ملامتي په خراپ اقتصاد او دا سی شرایطو اچول شوې چی خلکو ته دا زمینه نه ده برابره شوې چی د کوکنارو په ځای نور کښتونه وکړی . رپوټ دا هم وایی چی د اپیمو تولیدات د نړۍ په ځینو نورو سیمو کی چی په کی لاوس ، برما او تایلیند چی په اصطلاح د آسیا طلایی مثلث یې بولی هم شامل دي کم شوي دي .