د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتو د خپلو درو تنو کارکونکو چی درې هفتې مخکی په افغانستان کی تښتول شوي د خلاصیدو نوری غوښتني کړي دي .  - 2004-11-18


ملگرو ملتو د خپلو درو تنو کارکونکو چی درې هفتې مخکی په افغانستان کی تښتول شوي د خلاصیدو نوری غوښتني کړي دي . د ملگرو ملتو یوه نطاق نن په کابل کی وویل چی ددغو برمته شوو کسانو دوستان ، خپل خپلوان او ملگري غواړی چی هغوی دي آزاد شی . ددغو درو تنو په باره کی چی دوې ښځي او یو نارینه دی وروسته له هغه چی په سه شنبې یې وروستئ مهلت هم ختم شو هیڅ حال نه شته . سړو تښتونکو چی ځان د مسلمانانو پوځ بولی د هغوی د وژلو د گواښونو اوږدولو د پاره څو څو مهلتونه ورکړی وو چی ددغي ډلي غوښتني ومنل شی چی په کی د بندی طالبانو خوشی کیدل هم شامل وو .

XS
SM
MD
LG