د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور ریس  هند سره د کشمیر د مسلی د حل دپاره پیل شووخبرو په نتيجه خوشحاله ندی. - 2004-11-19


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی چی هغه د هند سره په وروستیو خبرو کی چی د دواړو هیوادو تر منځ د کشمیر د جنجالی مسلی د حل دپاره پیل شوی دی دومره خوشحاله او راضی ندی.

د یوی فرانسوی ورځ پاڼی سره په مرکه کی جمهور ریس مشرف په هند تور ولگاوه چی په کشمیر کی د سولی مسلی ته متعهد ندی . هغه خپلی دا خبری د هند د صدراعظم من موهن سنگ د هغی وینا نه وروسته وکړی چی خبر داری یی ورکړی و چی د کشمیر نظامی کرښه به نوی نکی .

پاکستان وایی د سرحد اوسنی کرښه د یوه بین المللی سرحدی کرښی په توگه نه منی او غوښتنه یی وکړه چی د خبرو له لاری دا ستونزه حل کړی.

د پاکستان د خارجه وزیر نطاق مسعود خان وایی ځینی مخالفتونه وجود لری ولی بيا هم د کشمیرد جنجالی مسلی په باب خبرو ته به دوام ورکړ شی.

XS
SM
MD
LG