د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی مامورین وایی د حکومت د مخالفی ډلی ټول هغه تورونه    چی د ایران پر حکومت باند یی په درواغو لگولی ردوی. - 2004-11-19


ایرانی مامورین وایی د حکومت د مخالفی ډلی ټول هغه تورونه چی د ایران پر حکومت باند یی په درواغو لگولی ردوی. دوی وایی په اصل کی ددی ډلی هدف دا دی چی د اروپایی اتحاد سره د ایران هغه لاس ته راوړنو او موافقی باندی خاوری واړوی چی ویلی دی د یوارنیمو غنی کول به وځنډوی. تهران وایی ددی کار خانی نه یوازی او یوازی د بریښنا د تولید دپاره کار اخستل کیږی . په عین حال کی امریکایی ورځپاڼه واشنگتن پوست د امریکا خارجه وزیر کولن پاول له قوله وایی چی د استخباراتی او سری منابعو د رپوټ نه داسی ښکاری چی ښایی په ایران کی د ذروی وسلو او توغندیو د جوړولو فعالیت روان وی. ښاغلی پاول د چهار شنبې په ورځ وویل چی استخباراتی منابع دا په ډاگه کوی چی ایران دا کوشش کوی چی داسی توغندی جوړ کی چی ذروی کوپړی هم انتقال کړای شی خو پدی اړه یی د نورو تفصیلاتو د ورکولو نه ډه ډه وکړه .

XS
SM
MD
LG