د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یوې محکمې په هغه سړي باندی د مرگ سزا را ایستلې چی یې درې خارجی ژورنالیستان ووژلې وو. - 2004-11-20


د افغانستان یوې محکمې په هغه سړي باندی د مرگ سزا را ایستلې چی په ٢٠٠١ کال کی د طالبانو د حکومت د را نسکوریدو نه لږ وروسته یې درې خارجی ژورنالیستان او د هغوی یو افغان ملگرئ ووژل . ددرو قاضیانو یوه هیات دغه راز په رضا خان باندی د هغه جنایت له کبله هم سزا وټاکله چی په دغو ژورنالیستانو کی یې د یوې ښځي عزت هم پایما له کړی و او په یوه بله جلا پېښه کی یې خپله ښځه هم وژلې وه . دغو ژورنالیستانو د ٢٠٠١ کال د نومبر په ١٩ مه د موټرو د یوه کاروان سره د جلال آباد نه سفر کاوه چی یوې ډلي وسله والو کسانویې موټر ودراوه . دا پېښه شپږ ورځي وروسته له هغه وشوه چی طالبان د امریکا د سختو بمباریو له کبله دکابل نه ووتل .

XS
SM
MD
LG