د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو درې مامورین چه قریب یوه هفته پخوا په افغانستان کی تښتول شوی وو، خوشی شویدی.  - 2004-11-23


د ملگرو ملتونو درې مامورین چه قریب یوه هفته پخوا په افغانستان کی تښتول شوی وو، خوشی شویدی. د افغانستان د کورنیو چارو وزیرعلی احمد جلالی نن په کابل کی خبریالانو ته وویل، دغه برمته شوی کسان چه په کابل کی پیدا شول، داسی ښکاری چه سړی تښتوونکی تښتیدلی، او هغوی یی پری ایښی وو. ښاغلی علی احمد جلالی وویل مقامات لا اوس هم په سړی تښتوونکو پسی گرزی. ده وویل چه حکومت د یرغملود خلاصولو لپاره د سړی تښتوونکوسره هیڅ ډول معامله نده کړی. ښاغلی جلالی دا ونه ویل چه دا کسان هغی تندوریی ډلی برمته کړی ؤ چه ځان د مسلمانانو لښکربولی، او د طالبانود پخوانی رژیم سره رابطه لری. ددغی ډلی مشر ادعا کړی ده چه حکومت ددی یرغملو په بدل کی ٢۴ بندی طالبان خوشی کړیدی. دغه خارجی کارکوونکی چه دوه ښځی او یو نارینه دی، د اکتوبر د میاشتی په ٢٨ امه په کابل کی تښتول شوی وو. مامورین وایی، طبی معاینات ښیی چه خوشی شوی یرغمل روغ رمټ دی.

د فلپین جمهورریسی گلوریا ارویو، د هغه فلپینی دیپلومات په خوشی کیدلو خوښی ښودلی ده چه قریب دا یوه میاشت په افغانستان کی بندی ساتل شوی و. میرمن ارویو وویل هغه د زړه له کومی د هغو کسانو مننه کوی چه د انجلیتونیان، او نورو یرغملود خوشی کولومسولیت یی لاره. د فلپین د جمهورریسی نطاق وویل چه د یرغملو د خلاصولو دپاره بونگه نده ورکړشوی. میرمن اریو وویل چه د فلپینی، رابرتوتارونگوی، چه ددی میاشتی په سر کی په عراق کی برمته شوی دی ، د خوشی کیدلو لپاره هلی ځلی ادامه لری.

XS
SM
MD
LG