د لاس رسي وړ اتصالات

برمته کړی شوی دری مامورین  بیرته ازاد شویدی  - 2004-11-23


د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو په لړ کی کار کونکی هغه دری مامورین چی تیره میاشت برمته کړی شوی وو ،هغوی بیرته ازاد شویدی او ویل کیږی چی روغ جوړ دی خو د افغانستان حکومت اوس هم د برمته کونکو په تلاش کی دی.

دغه د ملگرو ملتو دری برمته شوی مامورین ناڅاپی نن د سه شنبی په سهار د وخته د کابل په یو سړک ولیدل شول او گومان کیږی چی برمته کونکو پخپله همدلته پریښی وی. دغه کسان قریب یو میاشت د برمته کونکو په ولقه کی وو.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی ویلی دی چی دوی اوس هم د برمته کونکو په تلاش کی دی. دی وایی

مونږ به د هغو کسانو پسی خپل تکل جاری ساتو چا چی دغه خارجیان برمته کړی وو. ځکه چی دوی داسی کار کړیدی چی نه خو د افغانیت سره او نه د مسلمانئ سره کوم سمون لری،

ښاغلی جلالی ددی خبری تصدیق کړیدی چی دحکومت او برمته کونکو ترمنځ مذاکرات شوی وو، خو ښاغلی جلالی ددی خبری په باب د څه ویلو نه ډډه وکړه چی گنی د دغو برمته کونکو د افغانستان د پخوانی واکمن د طالبانو د رژیم سره کوم تړاو درلودو او که نه.

کومو کسانو چی دغه خارجیان برمته کړی وو هغوی ځان د مسلمانانو لښکر بللو او د دریو خارجیانو د خوشی کیدو نه پس دوی وویلی دی چی د افغانستان حکومت ددوی په غوښتنه ٢۴ طالبان خوشی کړیدی. خو ښاغلی جلالی وایی چی دوی د برمته کونکو سره هیڅ قسم معامله نه دی کړی. ښاغلی علی احمد جلالی وایی چی نه خو مونږ کوم طالب خوشی کړیدی او نه مو چا ته دی دپاره یو پیسه ورکړیده.د برمته کونکو یوه غوښتنه هم نه ده منل شوی.

XS
SM
MD
LG