د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان منتخب جمهور رئيس حامد کرزې نن دملگرو ملتو د هغوکارکوونکو سره چې نژدې څلور اونې لپاره یرغمل نیول شوي ؤ ولیدل.  - 2004-11-24


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ملگرو ملتو ددرو کارکونکو سره چی د سړو تښتونکو له خوا له یوې میاشتي اسارت نه وروسته آزاد شوي دي نن وکتل . مامومورین وایی چی دا ملاقات چی د ښاغلي کرزي په ماڼۍ کی وشو خصوصی و او خبریالانو ته هم اجازه نه وه ورکړه شوې چی پوښتني وکړی . دغه درې تنه چی د آیرلینډ او کوسووو دوې ښځي او یو فیلیپینئ دئ پرون سهار په کابل کی پیدا شول او داسی ښکاری چی تښتونکو هغوی خوشی کړی وو . هغوی د اکتوبر په ٢٨مه تښتول شوي وو . د ملگرو ملتو عمومی منشی کوفی عنان وویل ددغو یرغملو په خلاصیدو سره اوس دده زړه آرم شوئ دی . هغه پرون وویل نړۍواله ټولنه به زیار وباسی چی دخپلو مامورینو امنیت وساتی ترڅو چی هغوی وکړای شی په افغانستان کی د سولي راوستو ، بیاوداني او دیموکراسۍ په لارکی ددغي بین المللی ټولني ماموریت ترسره کړی .

XS
SM
MD
LG