د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا د خپل ذروی پلان په اړه د شپږو ملکونو د مذاکراتو په باب  یو پیغام لیږلی دی. - 2004-11-24


د ملگرو ملتونو لوړ رتبه مامور وایی شمالی کوریا د خپل ذروی پلان په اړه د شپږو ملکونو د مذاکراتو په باب د امید نه ډک یو پیغام لیږلی دی.

د جنوبی کوریا د یووالی وزرات وایی د ملگرو ملتونو د عمومی اسامبلی ریس ژان پینگ دا خبر په سیول کی د د یووالی د وزرات وزیر چنگ دانگ ینگ ته ورکړ .

دا وزرات دا هم وایی چی ښاغلی پینگ به دا خبر واشنگتن ته هم وړاندی کړی چی شمالی کوریا غواړی د متحده ایالاتو سره په سوله کی گډ ژوند وکی . ښاغلی پینگ په پیون یانگ کی د شمالی کوریا د دوهم لوړ رتبه مامور ‏(‎کیم یانگ نام‏)‎ سره د خبرو نه وروسته د سه شنبې په ورځ سیول ته ورسید. دواړه کوریا گان ، متحده ایالات ، چین ، روسیه او جاپان په بیجنگ کی د پیونگ یانگ د ذروی وسلو په باب دری روڼ خبری سر ته ورسولی.

شمالی کوریا ددی خبرو په څلورم دور کی چی ټاکل شوی وه په سپتمبر کی تر سره شوی وای د گډون نه ډه ډه وکړه او په امریکی باندی یی تور ولگاوه چی د شمالی کوریا په خلاف یی شدیده پالیسی غوره کړی ده .

XS
SM
MD
LG