د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په نوی شرايطو کی زر هاوو افغاني ښځې د هیواد دبچو په روزنه کې بوختې دي.  - 2004-11-27


افغاني ښځې ددې ټولنې هغه زیار کښه طبقه ده چې د نارینه وو په څنگ کې خپلو اولادو ته د نفقې په پیدا کولو کې تل شاقه او سختو کار وته اوږه ورکړیده. دا که د کرکیلې کار ده او که د غالیو اوبدلو کارگاه ده، ښځې تل پکښې خپلې خولې تویې کړيدي.

جنگ جگړی او نور مصیبتونه همداسې چې دنارنینه وو ستونزې زیاتې کړي د ښځو کړاوونه هم څو چنده کړي دي.

نن سبا چې بیا د جنگ د اغیزو او کړاوونو د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي بیا هم د ښځو عنعنوې دنده بیا هم خپل اهمیت بیا مومي. په زر هاوو افغاني ښځې د هیواد دبچو په روزنه کې بوختې دي. ډیر شمیر افغانې غیر دولتي موسسې د افغانستان په گوټ گوټ کې فعالې دي او خپلو خویندو ته د ژون اړتیاوې برابروي. خو اوس هم د افغانستان د بیا جوړولو ستر کار د افغانانو په مخ د یو ستر چلنج په حیث هم نارنینه وو او هم سړوته په مخ پروت دی.

XS
SM
MD
LG