د لاس رسي وړ اتصالات

کندز ته نژدې د جرمني د رې سوله ساتونکي عسکر پرون زخمی شوي دي - 2004-11-27


په افغانستان کی د سولی ساتنی د قواو مامورین وایی ددې هیواد په شمال کی کندز ته نژدې د جرمني د رې سوله ساتونکي عسکر پرون هغه وخت زخمی شول چی د مشکوکو طالبانو له خوا ورته ایښودل شوئ بم وچاود . دغو عسکرو گزمه کوله . مامورین وایی چی ددغو عسکرو زخمونه سپک دي . دغه جرمنی عسکر د ناتو د سوله ساتنی د بین المللی قوې چی ټول شمیر یې ٨٠٠٠ تنو ته رسیږی یوه برخه ده چی د پایتخت کابل او د هیواد داکثرو شمالي سیمو محافظت او ساتنه کوی .

په دې برسیره د امریکا په مشری د ١٨٠٠٠ تنو یوه بېله قوه په جنوبی او ختیځو سیمو کی د طالبانو او القاعده د سړیو په نیولو او د هغوی د پټیدو د ځایونو په پیدا کیدو پسی گرځی .

XS
SM
MD
LG