د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د امریکا غوښتنه رد کړې ده  - 2004-12-03


افغان اسلامی آژانس وایی چی طالبانو د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چی دوی ته یې ویلی دي چی د افغانستان د حکومت د عمومی عفوی پیشنهاد دي ومنی او تسلیم دی شی . په پاکستان کی دیره دغه خبری سازمان نن د طالبانو د نطاق لطیف اله حکیمی له قوله وویل چی ددوی ډله د امریکا دا پیشنهاد داسی هلی ځلي بولی چی غواړی دوی سره بیل کړی . افغان اسلامی آژانس دغه راز د ښاغلي حکیمی له قوله دا هم ویلی دي چی طالبان به ترهغو د مبارزې نه لاس وانه خلی چی امریکایی عسکر په افغانستان کی موجود وی . په افغانستان کی د امریکا سفیر ځلمئ خلیل زاد پرون د طالبانو د مبارزینو نه وغوښتل چی د افغانستان د حکومت د عفوی له مخی دي خپلی وسلې تسلیم کړی سفیر خلیل زاد وویل چی امریکایی عسکر به په دې کار کی مرسته وکړی مگر هغه وویل چی په دې عفوه کی هغه خلک نه شی را تلای چی د افغانانو په مقابل کی یې جرم جنایت کړی وی .

XS
SM
MD
LG