د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان باید په خپل ټول زور او قوت سره د نشه یی او مخدره موادو سره وجنگیږی - 2004-12-09


حامد کرزي چی په افغانستان کی په دیموکراتیکو انتخاباتو کی د لومړي ځل دپاره انتخاب شوئ د خپل هیواد دخلکو نه غوښتي دي چی څنگه چی یې د ١٩٨٠ په لسیزه کی په خپل ټول زور او قوت سره د روسیې د پوځ په مقابل کی جگړه وکړه په هماغه قوت دي د نشه یی او مخدره موادو سره هم وجنگیږی . هغه نن په کابل کی وینا وکړه او ویې ویل چی افغانستان ته دا ضروری ده چی دنشه یی موادو سره مبارزه وکړی چی خپل نوم او عزت په نړۍ واله ټولنه کی وساتی . ده دا وینا د مخدره موادو په ضد په ملی غونډه کی چی دوې ورځي دوام کوی وکړه . د ملگرو ملتو په یوه رپوټ کی چی تیره میاشت خپور شو ویل شوی دي چی په افغانستان کی د تاریاکو تولیدات په روان کال کی تقریبا په درو کی دوې برخی زیات شوي دي او خبر دارئ یې ورکړ چی دا ملک به ښایی د مخدره موادو ملک وبلل شی . په رپوټ کی ددې کار ملامتی په افغانستان کی د خلکو د اقتصادي شرایطو په خراپتیا اچول شوې او دې ټکي ته اشاره شوې چی د کوکنارو د کرلو په ځای نور شیان نه دي کرل شوی . رپوټ وایی چی همدا د کوکنارو کښتونه د افغانستان د اقتصاد ډیره غټه برخه جوړوی .

XS
SM
MD
LG