د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د تندروه طالبانوپه خلاف نوي امریکاي نظامی عملیات شروع شول - 2004-12-11


د امریکا نظامی نطاق جگړن مارک میک کین نن په کابل کی خبر یالانو ته وویل چی دا عملیات د آزادۍ بریښا بلل شوې او وروسته له هغه شروع شول چی د ښاغلي حامد کرزي د جمهوری ریاست د کار شروع کیدو مراسم چی د هغه ملک لومړنئ دیموکراتیک انتخاب شوئ جمهور رئیس دی تر سره شول . جگړن میک کین وویل په دې عملیاتو کی دوی غواړی تندروه طالبان ونیسی او یا یې ووژنی او په اعتدال غوښتونکو طالبانو باندی فشار واچوی چی د سولی د جریان یوه برخه شی . نطاق دغه راز خبر یالانو ته وویل چی په دې عملیاتو کی به د پارلمانی انتخاباتو د پاره داسی امنیتی شرایط برابر کړای شی لکه چی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د پاره برابر شوي وو.

XS
SM
MD
LG