د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په یونظامی پوسته باندی، د تندروانو حمله - 2004-12-13


په افغانستان کی د امریکا نظامی مامورین وایی، دری افغان عسکر، د پکتیکا په ولایت کی، د امریکا په یوی نظامی پوستی باندی، د تندروانو په حمله کی ټپی شویدی. پوځی نطاق ، جگړن مارک مک کان، نن، په کابل کی خبریالانو ته وویل، یاغیانو تیره ورځ په دغه پوستی باندی د هاوانو یوولس ډزی وکړی. ددی حملی نه څه کم یوه هفته مخکی، امریکایی قواوو په افغانستان کی، د ازادئ برښنا په نوم عملیات پیل کړیدی چه د طالبانو جنگیالی، په راتلونکی کال کی د ټاکل شوو پارلمانی انتخاباتو نه مخکی وځپی.

دغه عملیات په سه شنبی د حامد کرزی د سوگند د مراسمونه وروسته چه د ملک لومړنی منتخب جمهورریس دی، پیل شول. ددی ‏عملیاتو هدف دادی چه، امنیتی شرایط او وضع اطمینانی شی ، تر څو، پارلمانی انتخابات هم هماغسی په کامیابی ترسره شی لکه، د اکتوبر په نهمه چه د جمهوری ریاست انتخابات وشول.

XS
SM
MD
LG