د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایی ټولنه په نظر کی لری چه د دوه زره پنځم عیسوی کال د اکتوبر په میاشت کی د ترکیې سره په دغه ټولنه کی د هغه هیواد د غړیتوب په باب خبری پیل کړی - 2004-12-21


اروپایی ټولنه په نظر کی لری چه د دوه زره پنځم عیسوی کال د اکتوبر په میاشت کی د ترکیې سره په دغه ټولنه کی د هغه هیواد د غړیتوب په باب خبری پیل کړی.دغه فېصله وروسته له هغه وشوه چه د قبرس په برخه کی د ترکیې د اړیکو په ارتباط د دواړو خواوو تر منځ یوه جوړه وشوه. قبرس د یونان او ترکیې تر منځ ویشل شوی دی.د اروپا مشران د ترکیې څخه غواړی قبرس چه د اروپایی ټولنی غړی دی په رسمیت وپیژنی. مگر په غوض کی د ترکیې حکومت موافقه وکړه چه قبرس د په رسمیت پیژندلو پر ځای د اروپایی ټولنی د لسوو نوو غړو سره تجارتی موافقه تمدید کړی چه په هغو کی قبرس هم شامل دی. کیدای شی دا مذاکرت تر لسو کلنو پوری وخت ونیسی. په اروپایی ټولنه کی د ترکیې شاملیدل په دې مربوط وی چه ترکیه تر څه حده د اروپایی ټولنی غوښتنی تر سره کوی. په دې غوښتنو کی د بشر د حقوقو احترام، د اقتصاد عصری کول او په سیاست کی د پوځ د نفوذ محدودول دی. د اروپایی کمیسیون ریس هوزی مانول دوراو باروسو دې ته خوشبین دی چه ترکیه به د هغو ارزښتنو په عملی کولو کی کوښښ وکړی چه اروپایی ټولنی ته اهمیت لری. دی وایی : زه واقعا په دې عقیده یم چه مونږ نن داسی یوه فیصله کړې چه د ترکیې او اروپایی ټولنی دواړو دپاره ښه فیصله ده. دا فیصله د دواړو خواوو د غوښتونو جواب وایی او دا موقیع برابروی چه د خپل مقصد دپاره په وړاندی ولاړ شو. نن داسی یوه ورځ ده چه د ترکیې خلک باید د خپلی نوی اروپایی ایندې دپاره خوشالی وښیی. مگر مونږ د ترکیې او اروپایی ټولنی دواړو دپاره په یوه تاریخی موقیع کی یو او د ترکیې خلکو ته زما پیغام ډیر واضح دی او هغه دا دی چه دا د پروسې پای نه دی بلکه دا یې شروع ده. د ترکیې صدراعظم ریچیپ طیب اردوگان وویل چه دغه موافقه د څلویښتو کلنو کار مکافات دی او هم د یوې مشترکی لاری شروع ده. د امریکا د خارجه وزیر کولن پاول نطاق چه د هغه په نماینده گی یې خبری کولې د ترکیې سره د خبرو د شروع کیدو په بای د اروپایی ټولنی د فیصلې ستاینه وکړه. ده وویل: متحده ایالات په اروپایی ټولنه کی د ترکیې د هڅو د شاملیدو کلکه ملاتړ کوی. لکه څنگه چه د امریکا خارجه وزیر کولن پاول وویل. د ترکیې خلکو ته ډیر څه په مخکی دی. داسی یوه ترکیه چه په اروپا کی یې پایې ټینگی وی او د اروپایی ټولنی سره گډ ارزښتونه ولری د ښې آیندې او دیموکراسی دپاره یو مثبت قوت وی.

XS
SM
MD
LG