د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي دراتلونکو پارلماني انتخاباتو د پاره د انتخاباتو نوئ کمیسیو ن ټاکلئ دی . - 2005-01-19


مامورین وایی په دې نهه کسیز کمیسیون کی درې ښځي او د هیواد د ټولو قومی اقلیتونو آستاځي شامل دي . دغه کمیسیون به په نورو چارو برسیره د پارلماني او د ولسوالیو د انتخاباتو د پاره ترتیبات نیسی ، د هغوی څارنه به کوی او نېټې به ورته ټاکی . ټاکل شوې پارلمانی انتخابات د ثور دمیاشتی په پای کی یا د مې د میاشتی په لومړۍ نېټه وشی .

له بلي خوا د حامد کرزي د کابینې اته غړي په یوه غونډه کی چی دده په مشري وشوه د خپل دوهم تابعیت او خارجي پاسپورټ نه رسما تیر شوي دي . هغوی دداخله چارو ، اقتصاد ، اطلاعاتو او کلتور ، عامه خدماتو ، کانونو ، مخابراتو ، مهاجرینو او صنایعو وزیران دي .

XS
SM
MD
LG