د لاس رسي وړ اتصالات

د کامیار د شرکت د  الوتکی ټوټی وموندل شوی - 2005-02-06


د ناتو په مشری د ایساف قواوی وایی د خپلو هالندی اپچی هلیکوپترو په مرسته یی نن د غرمی په یوه بجه او اوه دیرشو دقیقو د کامیار د شرکت د بوینگ یوسلو اوه دیرش ډوله الوتکی ټوټی وموندلی.

په کابل کی مامورینو ویلی دی چی افغان او د ناتو عسکرو د هغي الوتکي ټوټې پارجې پیدا کړی دی چی ١٠۴ کسه په کی سپاره وو او د تیري پنجشنبې راهیسی ورکه شوې او په هغو کی خارجیان هم وو .

ددې الوتکي ټوټې پارچې نن د شنبې په ورځ د کابل ختیځ ته شل کیلومتره لیری پیدا شوې او مقامات وایی چی فکر نه کوی چی څوک به ژوندئ پاته وی

د هوایی شرکت مامورین وایی لږ تر لږه ٢١ خارجیان په سپرلیو کی وو چی نهه تنه ترکان او درې تنه د امریکا د مرستو کارکونکي هم په کی وو . د عملې کار کونکي یې شپږ کسه روسان وو او دوه افغان مامورین هم په سپرلیو کی وو .

دغه الوتکه د هرات نه کابل ته روانه وه مگر د واوری د سخت طوفان په وجه د کابل د هوایی میدان نه یې لاره کږه کړه . مامورینو وویل چی پیلوټ په پاکستان کی د یوه هوایی میدان سره تماس ونیو او د کیناستو اجازه یې تزینه وغوښتله مگر وروسته د هغې په باب چا څه وا نه وریدل .

XS
SM
MD
LG