د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه به افغانستان ته خپلي مرستي دوه چنده کړی چی هغه هیواد د مخدره موادو د تجارت سره مبارزه وکړای شی  - 2005-02-16


د برتانیې صدراعظم جک سټرا وایی برتانیه به افغانستان ته خپلي مرستي دوه چنده کړی چی هغه هیواد د مخدره موادو د تجارت سره چی ډیری جگي سطحي ته رسیدلئ مبارزه وکړای شی .

هغه دا اعلان نن په کابل کی د جمهور رئیس کرزي سره په گډ خبری کنفرانس کی وکړ . ښاغلي سټرا وویل چی برتانیه به په راتلونکو دوولسو میاشتو کی د مخدره موادو سره د مبارزې د پاره سل ملیون ډالره ونډه ورکړی چی ددې پیسو نیمایی به د هغو بزگرو او کروند گرو سره چی د کوکنارو په کرکیلی اخته دي مرسته وکړی چی د هغو په ځای کوم بل شی وکری .

د برتانیې خارجه وزیر وویل لندن به دغه راز د یوه بین المللی وجهی صندوق د جوړیدو بندوبست هم وکړی او په هغه کی به نور درې سوه ملیون ډالره را غونډ شی چی د هیروئینو د تولید مخنیوی وکړای سی .

جمهور رئیس کرزي ښاغلي سټرا ته د مخدره موادو سره د مبارزې د پاره یو اته فقره ایز پلان وړاندی کړ. هغه ددې ستونزي ملامتی په دیرش کلني خارجی مداخلې او بې پروایی باندی واچوله ، مگر ویې ویل چی هیواد یې د مخدره موادو د تولید د پاره هیڅ ډول عذر نه شی درلودلای .

XS
SM
MD
LG