د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ناتو نه غوښتی دي چی په افغانستان کی په راتلونکو کلونو کی هم پاته شی - 2005-05-11


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ناتو نه غوښتی دي چی په افغانستان کی په راتلونکو کلونو کی هم پاته شی . هغه وویل چی دا په دغه جنگ ځپلي هیواد کی ددیموکراسۍ د کامیابۍ د پاره ډیر ضروری دي . ښاغلي کرزي نن په بروکسیل کی د ناتو د عمومی منشی یاپ دی هوپ شیفر سره په خبری کنفرانس کی وویل چی په ښه توگه د پارلمانی انتخاباتود کیدو د پاره چی د سېپټیمبر میاشت ورته ټاکل شوې ده خارجی عسکرو ته ضرورت دی . ښاغلي دی هوپ شیفر وویل په افغانستان کی د ناتو وظیفه او ماموریت ډیر مهم دی او دغه اتحاد دې ته ملا تړلې ده چی تر ٢٠٠٦ کال تر نیمایی پوری د افغانستان نورو سیمو ته هم عسکر واستوی . همدا اوس په کابل او د افغانستان په شمال کی د ناتو څه د پاسه اته زره عسکرد بین المللی امنیت ساتنی د مرستندوی قواو په نامه پراته دي . ښاغلئ کرزئ پرون د اروپا په درې ورځني سفر تللئ او په ستراسبورگ کی یې اروپایی پارلمان کتلی دی .

XS
SM
MD
LG