د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورین وایی چی د امریکا په خلاف تازه مظاهرو کی اووه کسه نور هم وژل شوي دي - 2005-05-13


افغان مامورین وایی چی د امریکا په خلاف تازه مظاهرو کی اووه کسه نور هم وژل شوي او په دې ډول په تیرو څو ورځو کی په دې هیواد کی د ټولو مړو شمیر ديارلس تنو ته رسیدلی دی . د نورو غټو سوله ایزو مظاهرو رپوټونه هم نن د پاکستان ، اندونیزیا او فلسطینی سیمو نه رسیدلي دي . په افغانستان کی دغه مظاهرې په سه شنبې وروسته له هغه شروع شوې چی یوې امریکایی مجلې داسی رپوټ خپور کړ چی د گوانتانامو په زندان کی مفتشانو د بندیانو د ویرولو او عذابولود پاره د قرآن شریف سپکاوی کړی دی . د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خورشید قصوری وویل چی هر هغه چاته باید سزا ورکړه شی چی دا کار یې کړی وی . د امریکا لوړ رتبه مامورین چی په دې باب تحقیقات کوی وایی دوی داسی کوم شواهد نه دی پیدا کړي چی ثابت کړی چی دا کار دی شوی وی . د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندو لیزا رایس وعده کړې چی که دا ثابته شی چی دا کار شوی دی نوعملي اقدامات به وکړی .

XS
SM
MD
LG